IQNA

د سورئې په جولات لوړو کې د صهیونیسټي رژيم په پراختیاغوښتنې د اسلامی نړۍ  اتحادئې سخت غبرګون وښود

9:37 - December 17, 2024
د خبر لمبر: 3490320
ایکنانیوز د العربی الجدید له قوله راپور راکړ،د اسلامی نړۍ اتحادئې (رابطة العالم الاسلامی)د سورئې په نیواکي جولان کې د صهیونیسټي رژيم خوځښتونو ته سخت غبرګون ښودلی او د صهیونیسټانو په دغو  خوځښتونو ئې د نړیوال غبرګون غوښتنه کړې ده.

 په دغې اعلامیې کې د سورئې د حاکمیّت  داحترام  او د مځکنۍ بشپړتیا او د هغو د خلکو د سلامتیا په ضرورت  هم ټينګار شوی دی.

د اسلامي نړۍ اتحادئې په دوام کې له نړیوالو اورګانونو غوښتي دي چې د صهیونیسټ رژيم دغه تحرکات محکوم کړي او د اسرائيلو له  دغو دوامدارو  اقداماتو سره چې د ظلم او کړاؤ  له کلونو وروسته د سورئې له ملته د امنیت او ثبات د ټينګیدا فرصت اخلي ، مقابله وکړي.

په عین حال کې له دې مخکې د قطر او عربستان خارجه وزارتونو هم په جلاجلا اعلامیو کې په نیواکي جولان کې  د صهیونیسټ میشته ښارګوټو د پراختیا لپاره د صهیونیسټ رژیم  فیصله  محکومه کړې ده.

د صهیونیسټ رژيم کابینې د سورئې په ټاټوبو کې د خپل پوځي ځواک د پرمختګ له دوام سره په یووخت،پرون د جولان په نیواکي لوړو کې د صهیونیسټ میشته ښارګوټو د پراختیا  پلان تصویب کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4254481  

captcha